کرزی: یوشمېر نړیوال تړونونه له کلونو راهیسې نه دی پلی شوی

  • خپرول: ۱۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87595

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د نړیوالو تړونونو په سیمینار کې وویل چې یوشمېر نړیوال تړونونه د کلونو راهیسې نه دی پلی شوی.
یاد وزارت په دغه سیمینار کې ددغو تړونونو د پلی کولو په برخه کې د دولتی بنسټونو له نه همکاری څخه نیوکه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی ویلی چې ددغو تړونونو د پلی کولو په برخه کې جدی ستونزې شتون لری.
دده په وینا، د بهرنیو چارو وزارت دا پروګرام له نورو دولتی بنسټونو سره د نړیوالو تړونونو د پلی کېدو په وړاندې د ننګونو د شریکولو په موخه په لار اچولی دی.
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سترو اقتصادی پروژو د هغې له ډلې څخه د ټاپی پروژې په اړه نیوکې رامنځته شوی دی.
ځینې شنونکی د نړیوالو تړونونو د پلی کولو په موخه د مناسب ظرفیت او زمینې نشتون، د یادو تړونونو له ځانګړتیاو څخه د افغانستان د محروم کېدو اصلی لامل بولی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87595

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *