کرزی: نه غواړم د موقت حکومت مشر شم

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104042

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هغه اوازې رد کړې چې وایی نوموړی د دې لپاره منډې ترړې پیل کړی چې بیا واک ترلاسه کړی.

کرزی په کابل کې له شمشاد تلوېزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه سپین ږیری دی، مشر دی او دا ورسره نه ښایی چې بیا د حکومت واک ترلاسه کړی بلکې غواړی چې د خلکو تر منځ تفاهم رامنځته کړی او په هېواد کې د سولې او تفاهم لپاره کار وکړی.‌

ښاغلی کرزی د خپلې مرکې په یوه برخه کې وویل، چې د روسیې فدراتیف جمهوریت د افغانانو په راټولولو ډېر غټ کار وکړ.

کرزی وویل، روسانو دا کار په یوازې سر نه دی کړی، له امریکایانو سره په تفاهم کې یې وکړ، او داسې ښکاری چې د افغانستان د روغې جوړې په هکله یو تفاهم شوی او کېدونکی دی.

له پخوانی ولسمشر څخه پوښتنه وشوه چې ویل کیږی طالبانو په مسکو کې د افغانستان د بیرغ د نه ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه، نوموړی په ځواب کې وویل، نه، داسې هېڅ کار نه دی شوی، طالبانو د افغانستان بیرغ او د افغانستان د اسلامی جمهوریت نوم ته احترام درلود او هیڅ ډول مخالفت یې نه دی کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104042

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




21 + = 26