کرزی: د یوې داسې لارې په لټه کې یو چې پکې طالبان د افغانستان سیاسی نظام یوه برخه وی

  • خپرول: ۱۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 126375

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د یولړ خبرو پرمهال وویل چې موږ د یوې داسې حل لارې په لټه کې یو چې اجازه ورکړی طالبان د افغانستان سیاسی نظام یوه برخه وی.
دده په وینا، باید داسې یو کار وکړو چې طالبان د نورو افغانانو په څېر د افغانستان سیاسی نظام ته دننه شی او موږ باید په دې برخه کې ډاډ ترلاسه کړو.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اوم پړاو خبرې پای ته ورسېدې او دواړو خواو اعلان وکړ چې د خبرو په دې پړاو کې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه شوی دی.
طالبانو په دې ناسته کې اعلان وکړ چې نور به پر جوماتونو، مذهبی او فرهنګی مرکزونو برید ونه کړی او په افغانستان کې د سولې تګلارې د موندنې په لټه کې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126375

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *