کرزی: د اوسنیو ناوړه امنیتی حالاتو لامل، امریکا او پاکستان دی.

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 41377

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پاکستان په اړه د امریکا بدبینی او د ترهګرو څخه د یاد هېواد ملاتړ په اړه ویلی، امریکا ته وړاندیز کوم ترڅو د چین او روسیې په څېر د سیمې اصلی ځواکمنو هېوادونو په څېر د پاکستان مسالې پرسر کار وکړی. د حامد کرزی په باور، ددغو هېوادونو ګډې هڅې او همغژی کولای شی پاکستان مرستو ته اړ کړی.
حامد کرزی چې دغه خبرې د هند اندیاتودی ورځپاڼې سره مطرح کړی د امریکا او پاکستان ناکامو مرستو ته هم اشاره کوی. دده په باور، د هغه ناړه امینتی حالت اصلی لامل چې سیمه ورسره لاس او ګریوان ده، د امریکا سیاستونه او د پاکستان سره د یاد هېواد ژورې مرستې دی.
کرزی په دې اړه وایی: موژ ټول د دواړو هېوادونو د استخباراتی مرستو ژوروالۍ وینو. دغه مرستې تېرو کلونو ته راګرځی. ددغو دوه هېوادونو مرستې د هغو ناخوالو مسوول دی، کوم چې په افغانستان او پاکستان کې ترسره کېژی. دوی مذهبی سخت دریځۍ ته پراختیا ورکوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41377

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *