کتاب لوستلو ته د ماشومانو د هڅونې لارې چارې

  • خپرول: ۱۸ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 98675

د بی بی سی د لیکنې له مخې، زیاتره میندې او پلورنه وایی غواړی اولادونه یې کتاب ولولی، آن که یوه شیبه هم وی. خو دې ته زړه خوری چې ماشومان یې له کتاب لوستلو سره هیڅ مینه نه لری.
خو ښه به دا وی چې تر اندېښنې کولو وړاندې پر هغو لارو چارو فکر وشی چې ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅول شی.
تجربو ښوولې هغه هلکان یا نجونې چې په ماشومتوب کې یې کتاب نه وی لوستی، په لویوالی کې هم ښه کتاب لوستونکی نه وی.
که هر ورځ خپل ماشوم ته چې عمر یې تر شپږو کلونو ټیټ دی نیم ساعت وخت ورکړی نو ښایی خپل ماشوم مو په راتلونکې کې له ستر خطره ژغورلی وی.
کتاب لوستل سربېره پر دې چې د ماشومانو د معلوماتو په ډېرولو کې لویه مرسته کوی، هغوی یوې سالمې بوختیا ته هم هڅوی.
زموږ وړاندیز دا دی چې همدا اوس لاس په کار شی او خپلو بچیانو ته د مطالعې زمینه برابره کړی، هغه کتابونه غوره کړﺉ چې تاسو ته هم په زړه پورې او جالب وی.
که ماشومان غواړی چې د کتاب عکسونه وګوری او یا هم د لوستلو پر مهال د کتاب کرښو ته ګوری پر هغوی مه په غصه کیږﺉ. هغوی ته وخت ورکړﺉ. زیاتره کوچنی ماشومان ورته کارونه کوی.
د کتاب اخیستلو پر مهال خپله علاقه هم مه هېروﺉ او خپل ماشوم هم له ځان سره کتاب پلورنځی ته بوځی. ځکه د دوی په ذهن کې به له کوچنیوالی د کتاب اخیستلو خاطره پاتې وی.
که د کتاب د لیکونکی په اړه هم ماشومانو ته معلومات ورکړﺉ چې څو کتابونه یې لیکلی، کله چې دغه معلومات ماشومانو ته ورکوﺉ نو هغوی لا ډېر له کیسې سره مله ساتی.
کیسه په آرامۍ لولی، پرېږدﺉ ماشومان ستاسو له کیسې او غږ سره مله پر مخ ولاړ شی.
حتمی نه ده چې کیسې په لیکلې بڼه او ټکی په ټکی ولوستل شی، او خپله لهجه خوږه وساتی.
په دې ډول به ماشومان په صمیمی توګه له کیسې سره ملګری شی. او ددې لپاره چې ستاسو لپاره هم کیسه په زړه پورې وی نو ځینې کلمې له ځانه پکې کارولی شی.
د پېښو او حوادثو پر مهال خپل غږ لږ څه بدل کړﺉ، ځینې وخت کیسه په چټکۍ او یا هم ورو ولولی ځکه د ماشومانو پام به لا ډېر درواوړی.
که ماشومان غواړی چې د کتاب عکسونه وګوری او یا هم د لوستلو پر مهال د کتاب کرښو ته ګوری پر هغوی مه په غصه کیږﺉ. هغوی ته وخت ورکړﺉ. زیاتره کوچنی ماشومان ورته کارونه کوی.
پرېږدﺉ ماشوما د کتاب لوستلو پر مهال ستاسو څخه پوښتنه وکړی، له هغوی سره آرام چلند وکړﺉ، پوښتنو ته یې نه په ډېره جدی او نه هم په ملنډو ځواب مه ورکوﺉ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=98675

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *