کاپیسا کې د زندانیانو د وضعیت د څارنې په هدف ځانګړې کمېټه جوړه شوې

  • خپرول: ۸ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: کلید
  • د خبر شميره: 23177

د کاپیسا امنیتی چارواکی وایی، د زندانیانو د وضعیت د څارنې په هدف یې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، چې په اونۍ کې درې ځلې د زندانیانو د وضعیت ارزونه کوی.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزی کلید ته وویل، په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر زندانیانو د زندان د اوسېدو د خونو، د بېلابېلو ناروغیو او د خوراکی توکو په اړه شکایتونه درلول او د دوى کورنیو هم له یو شمېر پولیسو څخه سر ټکوه، چې نه شی کولاى په سم ډول له خپلو زندانی غړو سره وګوری.
یوسفزی زیاته کړه، د ځانګړې کمېټې په جوړېدو سره اوسمهال یادې ټولې ستونزې حل شوې دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې د کاپیسا زندان په یوه کرایه خونه کې و، چې د ګرمۍاو یخنۍ په مهال زندانیان له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ وو، خو اوسمهال د دوى لپاره نوې ودانۍ هم جوړه شوې ده.

شریکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23177

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




91 − 86 =