کاناډایۍ ډونا سټرېکلنډ د فیزیک نوبل جایزه وګتله

  • خپرول: ۱۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 87661

د انځور حقوق
Uni Waterloo

Image caption

له ډاکټر سټرېکلنډ سره د سږ کال جایزه کې امریکایی ارتور اشکین او فرانسوی جېرارډ مورو هم شریک دی.

د فیزیک د نوبل جایزه له ۵۵ کلونو وروسته لومړی ځل یوې مېرمنې ته ورکړل شوه.

کاناډایۍ ډونا سټرېکلنډ له په ۱۹۰۳ کال له ماری کوری او په ۱۹۶۳ کال کې له ماریا ګوپرت- مایر را وروسته درېیمه مېرمن ده چې نوبل جایزه اخلی.

له ډاکټر سټرېکلنډ سره د سږ کال جایزه کې امریکایی ارتور اشکین او فرانسوی جېرارډ مورو هم شریک دی.

دوی ته دغه جایزه په لېزر فېزیک کې د دوی د موندنو له امله ورکړل شوې.

ډاکټر اشکین داسې لېزری تخنیک موندلی چې “اپټیک ټویزر یا د کوچنیو تارونو راټولوونکی” یې بولی او د بیولوژیکی سیستمونو د مطالعې لپاره کارول کېږی.

ډاکټر مورو او سټرېکلنډ بیا د تر ټولو کوچنیو او لنډو لېزر پَلسونو جوړولو ته لاره هواره کړې. دوی “په کوچنیو ټوټو کې د پَلسونو د پرې کولو ” یا ” Chirped Pulse Amplification” (CPA) په نامه تخنیک موندلی. دا د سرطان په لېزری درملنه کې او دغه راز د سترګو د ځیر په عملیاتونو کې چې په هر کال کې مېلیونونه ترسره کېږی، کارېږی.

ډاکټر سټرېکلنډ بی بی سی ته ویلی هغې ته هم حیرانوونکې وه چې له دومره اوږدې مودې وروسته یوه ښځه یاده جایزه اخلی.

نوبل جایزه او ناندرۍ یې

د سولې نوبل جایزه د اتومی وسلو ضد بنسټ وګټله

ملالې یوسفزۍ د سولې نوبل جایزه تر لاسه کړه

که څه هم هغه ټینګار کوی چې “تل ورسره برابر چلند شوی” او دا چې نارینه وو هم یو ځای ورسره دا جایزه تر لاسه کړه چې همدومره یې هغوی هم لایق وو لکه هغه چې ده.

له دې وړاندې جرمن- امریکایی فېزیک‌پوهې ماریا ګوپېرت- مایر د اتوم د ذرو د موندنو له امله یاده جایزه په په ۱۹۶۳ کال تر لاسه کړې.

له هغې وړاندې پولنډۍ فیزیک‌پوهې ماری کوری له خپل مېړه پېری کوری سره یو ځای یاده جایزه په ۱۹۰۳ کال کې د راډیو اکټیف په برخه کې د څېړنو له امله خپله کړې وه.

د دغې جایزې ټول ارزښت نهه مېلیونه سوېډنی کرون دی چې نژدې یو مېلیون (۹۹۸۶۱۸) امریکایی ډالره کېږی.

ډاکټر سټرېکلنډ چې په کاناډا کې په واټرلو پوهنتون کې څېړنه کوی د هغې د بریا د اعلان په غبرګون کې وویل: ” له هر څه وړاندې فکر کوئ چې دا څه خبره ده؟ نو زما هم اول همدا فکر و. بیا نو په حیرانۍ له ځان سره وایئ چې ایا دا به ریښتیا وی که نه؟.”

هغه وایی: ” د دې په اړه چې جېرارډ هم پکې شریک دی، هغه زما لارښود او ملاتړی و او هغه سی پی اې ډېرو لوړو پړاوونو ته ورسوله او هغه واقعاً د دغې جایزې لایق و، زه ډېره خوشاله یم چې ارټ اشکین هم ګټونکی دی”.

Arthur Ashkin, Gerard Mourou

د انځور حقوق
Reuters

Image caption

ارتور اشکېن د علمی تخیلی داستانونو یو پخوانی خوب ریښتیا کړی چې هغه د فیزیکی توکو د لېږدولو لپاره د نور د فشار کارول دی.

هغې زیاته کړه: ” زه فکر کوم چې هغه په لومړی سر کې هومره موندنې درلودې چې نورو خلکو یې له مخې ستر کارونه وکړل او دا په زړه پورې ده چې لاسته راوړنې یې په رسمیت وپېژندل شوې”.

د امریکا د فیزیک انستیتوت (AIP) په یوه ویناپاڼه کې ګټونکو ته د مبارکۍ تر څنګ لیکلی: “د دوی د کړی کار بې شمېره کارندوالی، لکه د سترګو په عملیاتو کې، د پېټاواټ لېزرونو لوړ کارندوالی او د دې وړتیا ورکول چې وایرس او باکتریا په فردی او مخشص ډول مطالعه شی ټول په راتلونکی کې د دغو لاسته راوړنو د څارلو لپاره هیله منونکی کېږی.

ویناپاڼې دغه راز په ګټونکو کې د یوې ښځینه شتون د دې جایزې د ورکړې تاریخی اړخ بللی.

ماری کوری او د هغې مېړه پیری کوری

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

ماری کوری او د هغې مېړه پیری کوری

لېزر فېزیک څه دی؟

د ډاکټر سټرېکلنډ او ډاکټر مورو له مخکښ کار وړاندې د لېزر پَلسونو ځواک محدود و، ځکه کله به چې شدت پرې ډېر شو دوی به هغه مواد له منځه وړل چې د انرژۍ د تولید به پکې کارېدل.

د دې ستونزې له منځه وړلو لپاره دغو څیړونکو لېزر پَلسونه د وخت په اوږدو کې کش کړل تر څو یې د کار په اوج کې ځواک لږ کړی، وروسته یې ځواکمن کړل او بالاخره یې سره تخته یا فشرده کړل.

کله چې یو لېزر پَلس په وخت کې سره تخته شی، لنډېږی او ډېر نور په لږ ځای کې راټولېږی. دا په پام وړ ډول د پَلسونو شدت ډېروی.

د سی پی اې په نامه د ډاکټر سټرېکلنډ او ډاکټر مورو تخنیک د ډېرو شدیدو لیزرونو لپاره یو معیار ګرځېدلی.

ارتور اشکېن د علمی تخیلی داستانونو یو پخوانی خوب ریښتیا کړی چې هغه د فیزیکی توکو د لېږدولو لپاره د نور د فشار کارول دی. د دې کار لپاره هغه د کوچنیو تارونو راټولول یا آپټیکل ټویزرونه جوړ کړل چې نن ورځ د دغو ذرو، اتومونو، وایرسونو او نورو ژوندیو حجرو د راټولولو وړتیا لری.

د انځور حقوق
SPL

Image caption

د ډاکټر سټرېکلنډ او ډاکټر مورو له مخکښ کار وړاندې د لېزر پَلسونو ځواک محدود و، ځکه کله به چې شدت پرې ډېر شو دوی به هغه مواد له منځه وړل چې د انرژۍ د تولید به پکې کارېدل.

هغه لومړی ځل د لېزر په وسیله د وړانګې د منځ په لور د کوچنیو ذرو په ښورولو کار وکړ او وروسته یې هلته ټولې کړې.

وروسته یې په ۱۹۸۷ کال کې کوچنی ټولوونکی وکارول تر څو ژوندۍ باکتریاوې هغوی ته له زیان اړولو پرته ونیسی. دا تخنیک اوس د ژوند د جوړښت د مطالعې لپاره په پراخه کچه کارول کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87661

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *