کابل ۵ سترو پروژو کې د چین او پاکستان همکاری غواړی

  • خپرول: ۱۰ جوزا ۱۳۹۶
  • نوملړ: بېلابېل
  • د خبر شميره: 19200

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکی وایی، دغه هېواد له چین او پاکستان غوښتی چې له کابل سره د پنځو سترو اقتصادی پروژو په چارو کې مرسته وکړی.

دا غوښتنه په بېجینګ کې د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د عملی همکاریو د خبرو لومړنی پړاو کې شوې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت د پالیسۍ او لوی اقتصاد رییس خالد پاینده وایی، په دې پروژو کې درې پټلۍ غځول راځی، چې د کابل – پېښور، کندهار- چمن او هلمند بارامچه ترمنځ به پرې اورګاډی ټرانزېټ مال لېږدوی.

د نوموړی په خبره، د کابل پېښور ټرانزیټی سړک او د کونړ د بند پروژه او دوه نورې پروژې دی چې په پیلولو او بشپړولو کې یې د اسلام اباد او بېجنیګ مرسته غوښتل شوې ده.

خو پاکستان تل پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو سره حساسیت ښیی، مګر ښاغلی پاینده وایی، چې دا بند به داسې جوړېږی چې افغانستان او پاکستان دواړو ته به یې ګټه رسېږی.

په دغه ناسته کې درې واړو لورو ټینګار کړی چې د کابل، اسلام اباد او بېجینګ ترمنځ همکاری به په افغانستان او سیمه کې له سولې، ټیکاو او پرمختګ سره مرسته وکړی.

په ورته مهال کابل کې د چین سفیر یاو جینګ له بی بی سی سره په خبرو کې وویل، چې د یوه کمربند او یوې لار د طرحې موخه دا ده چې د سیمې په پراختیا کې چین خپله ونډه ډېره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=19200

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *