کابل کې پر امنیتی پوستو د طالبانو پلان شوی برید شنډ شو

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 76129

نوشته شده توسط khaama – Sat Aug 11 2018, 5:10 am

د افغانستان په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایی د کابل ولایت د سروبی ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتی ځواکونو پر پوستو د طالبانو پلان شوی برید شنډ کړی.

د سیلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ د کابل ولایت د سروبی ولسوالی د اوزبین درې په اړونده سیمه کې غوښتل چې د ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو په اړونده امنیتی پوستو باندې وسلوال برید ترسره کړی.

خبرپاڼه زیاتوی، چې د دقیقو کشفی راپورونو په اساس د وسله والو طالبانو ځای په نښه شو او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دریمې پلې لوا اړونده زړه ورو منسوبانو لخوا پرې د درنو وسلو بریدونه ترسره کړل او د هغوی پلانو شنډ کړی دی.

د سیلاب قول ادو په وینا، د عملیاتو په پایله کې یې ۲ تنه وسلوال طالبان د محمدګل او سید کریم په نامه وژل شوی او ۱ بل یې د اسدالله په نوم سخټ ټپی شوی دی .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبری آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76129

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *