کابل کې د ودونو څه باندې ۱۰۰ هوټلونه د ملی امنیت له خوا وتړل شول

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 131298

د کابل د ودونو له شاوخوا سلو زیاتو هوټلونو کې تر نامعلومې مودې پورې د ودونو مراسم بند شول او دروازې یې وتړل شوې.
په کابل ښار کې د ګڼو سالونونو خاوندانو ویلی، چې دوی ته د ملی امنیت لخوا مکتوبونه استول شوی یا یې ترې کسانو غوښتی دی چې تر ثانی امره پورې دې په خپلو هوټلونو کې د امنیتی ګواښونو د زیاتوالی له کبله مراسم نه ترسره کوی.
په کابل کې د ودونو د تالارونو د خاوندانو ټولنه وایی، دا وار دوی ته متوجه ګواښونه بې ساری دی او د ملی امنیت لخوا د ورکړیو پیغامونو له کبله مجبور شوی دی چې خپلې دروازې وتړی.
د دې ټولنې مرستیال عبدالسمیع وایی، دوی نه شی کولی چې پر هوټلونو پانګونه وکړی او بیا یې حکومت امنیت ونه شی نیولی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه شپږمه ناحیه کې پر یو هوټل د واده مراسمو کې ځانمرګی برید ۶۳ ملکیان ووژل او ‍۱۸۳ نور یې ټپیان کړل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131298

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *