کابل کې د نن ورځې په چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوی او ۱۴۵ نور ټپیان دی

  • خپرول: ۱۶ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 130326

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال وایی، د کابل ښار شپږمې امنیتی حوزې پر نظام قراول موټربم چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوی او ۱۴۵ نور ژوبل دی.
دی وایی، په ژوبل شویو کې ۹۲ کسان ملکیان او پاتې نظامیان دی. ددې پېښې مسولیت طالبانو منلی دی.
کورنیو چارو وزارت وایی، د چاودنې ځای ته څېرمه حربی ښوونځی هم شته او د چاودنې پرمهال د خلکو او لارویو ډېره ګڼه ګوڼه وه.
له چاودېدونکو توکو ډک موټر د شپږمې امنیتی حوزې د نظام قراول امریت په نښه کړی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار هم ویلی، ډېری لېږدول شوی ټپیان ولسی وګړی دی او ښځې او ماشومان هم په کې شته.
د چاودنې غږ د ښار لیرې برخو کې هم اورېدل شوی او د ځینو کورونو ښیښې یې هم ماتې کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130326

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *