کابل کې د دوستم پلویانو اعتراضی غونډې ته څېرمه د چاودنې ترسره کېدل

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 70076

د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی یاش خبری سرچینې ته ویلی چې نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې د کابل پارک شهرنو په سیمه کې د ملی جنبش ګوند پلویانو غونډې ته نېږدې یوه چاودنه ترسره شوه.
دی ویلی چې برید ګر پلی وو او غوښتل لاریون کوونکو ته دننه شی خو موخې ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او خپل ځان ته یې چاودنه ورکړې ده.
د کابل پولیسو ویاند په وینا، په یاده چاودنه کې د برید ګر پرته، نور هیچ چاته زیان نه دی رسېدلی.
د ملی جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج هم تایید کړی چې په یاده چاودنه کې لاریون کوونکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
داپه داسې حال کې ده چې د کابل ښار ځینو اوسېدونکو د هېواد په شمال کې د جنرال دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاری د ملاتړ په خاطر، د شهرنو په پارک کې یوه اعتراضی غونډه ترسره کړه.
دغو اعتراض کوونکو د حکومت له بند څخه د نظام الدین قیصاری د خوشی کېدو او دغه راز دده له ساتونکو سره د هېواد پوځیانو د ناقانونه چلند په اړه د څېړنې غوښتونکی شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70076

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *