کابل کې د تېرې شپې چاودنې له امله ۲۴۵ تنوته مرګ ژوبله اوښتې

  • خپرول: ۲۷ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 131270

د افغانستان د پلازمېنې کابل لوېدیځ شپږمې امنیتی حوزې اړوند د شهر دوبۍ ودونو تالار کې تېر ماخوستن چاودنه شوې چې د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمی په وینا، تر اوسه لږ تر لږه د ۶۳ کسانو وژل کېدل او ۱۸۲ نور ټپی کېدل تایید شوی دی.
نصرت رحیمی وایی، چاودنه تېر ماخوستن شاوخوا لس نیمې بجې د دارالامان پر سړک د ودونو یوه سالون کې شوې ده چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.
ښاغلی رحیمی وایی، چاودنه د سالون په هغه برخه کې شوې ده چېرې چې د واده زلمی ناست و.
د استقلال روغتون د تحریراتو مدیر شیر محمد سروروی بی بی سی ته وویل، دغه روغتون ته د پېښې له ځایه د ۲۱ کسانو مړی او ۴۵ ټپیان ور وړل شوی دی.
د تېرې شپې د واده تالار کې د ۱۳ وژل شویو مړی د کابل لوېدیځ دوغ اباد هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.
د سیمې خلک وایی ټول وژل شوی ځوانان دی. په دې وژل شویو کې دوه ماشومان تر ۱۰ کم عمر لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131270

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *