کابل کې د اور لګېدنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت غونډه.

  • خپرول: ۲۹ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 89237


د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش کابل کې د تېرې پنجشنبې ورځې د اور لګېدنې په تړاو  خبری ناسته ترسره کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د نادر پشتون واټ اړوند سیمه کې د اورلګېدنې په اړه وویل، چې دا اور لګېدنه په یوه ورکشاپ کې رامنځته شوه چې له امله یې د خیرخواه مارکېټ اړوند هټۍ سوځېدلې دی.

ښاغلی دانش د خیرخواه مارکېټ شاته سیمې غیر پلانی وبللې او زیاته یې کړه، چې د سیمې شاوخوا ته د ګازو، پلاستیکو او غوړو پلورنځیو شتون د دې لامل شوی، چې اورلګېدنه زیات دوام وکړی او په ټکنۍ توګه مړه شی.

د دې تر څنګ ښاغلی دانش د اور مړ کوونکو له هڅو ستاینه وکړه او وویل، چې د اور لګېدنې د له منځه وړو په موخه د کورنیو چارو وزارت د پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست عملیاتی قطعې له ۳۰ زیاتو اور مړ کوونکو موټرو په ګټې اخیستنې سره خپلې بشپړې هڅې ترسره کړې او اور یې مړ کړ.

همداراز نجیب دانش د کورنیو چارو وزارت، ملی دفاع وزارت، د اور وژونکو له ډلې او خلکو مننه وکړه، چې د دې پېښې په مهارولو کې یې خپلې هڅې نه دی سپماولې او زیاته یې کړه چې په دې پېښه کې ځانی زیان چا ته نه دی اوښتئ.

د یادولو وړ ده، چې کابل کې د خیرخواه مارکېټ اړوند هټیو کې تېره پنچشنبه ماښام مهال اورلګېدنه رامنځته شوه، چې د پېښې د څېړلو په موخه ځانګړی با صلاحیته استازی ټاکل شوی، چې له څېړنو وروسته به یې پایلې له خلکو سره شریکې شی.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89237

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *