کابل ښاروال: په تېرکال کې ۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوی

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113322

کابل، هغه ښار چې اوسېدونکی یې له ډېرو ننګونو سره مخ دی.
په کابل ښار کې:
• د څراغونو نشتوالی.
• د ډېرانونو غونډۍ.
• د سړکونو غاړو سره نږدې د خځلو انبارونه.
• د منظم کانالېزاسیون نشتوالی.
• د عامه ټرانسپورت د خدمتونو کموالی.
• پاکو اوبو ته نه‌لاسرسی.
دا هغه ستونزې دی چې د کابل ښاروالۍ کارونه‌یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
• غیر فعال څراغونه، غلاوې او ترافیکې پېښې
د کابل ښار اوسېدونکی عاطف وایی، ډېری وخت د شپې له لوری د کابل د سړکونو څراغونه غیر فعال وی چې دغې چارې خپله غلاوو او ټرافیکی پېښو ته زمینه برابره کړې.
دی زیاتوی:
“دا چې څراغونه د شپې له‌خوا نه‌روښانېږی، موږ ته‌یې ستونزې جوړې کړی، کله چې د شپې کور ته ځو غله وی، په ښار کې ټرافیکی پېښې کېږی، ناروغان لرو، په ډېرو سړکونو کې څراغونه غیر فعال وی، یوځای چې دوی اوسېږی، هلته‌یې څراغونه فعال کړی وی، د غریبانو په کیسه کې هم څوک نه‌دی.”
مبارز د کابل ښار یو بل اوسېدونکی دی چې له خرابو سړکونو سر ټکوی او وایی، یو سړک په کال کې درې وارې رغول کېږی، خو په کم وخت کې بېرته ویجاړېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113322

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *