
کابل ښاروالۍ ته د اشرف غنی دوه اونۍ وخت
- خپرول: ۱۸ جدی ۱۳۹۶
- نوملړ: سیاست
- د خبر شميره: 40964
اشرف غنی د کابل ښاروالۍ ته دوه اونۍ فرصت ورکړی ترڅو د کابل ښار ترافیکی ستونزې حل په موخه یوه طرحه وړاندې کړی.
اشرف غنی په کابل کې د سړک غاړې تم ځایونو د رامنځته کېدو طرح په اړه هم وویل چې باید په دې برخه کې بېلابېلې بېلګې تر څېړنې لاندې ونیول شی.
ولسمشر د دالالمان اداری برخې ته د ۳۴ دولتی اداری برخو د لېژدولو په اړه ځینو اقداماتو ته اشاره وکړه چې کولای شی په کابل کې ګڼې ګوڼې ته کموالی ورکړی.
د کابل ښاروال عبدالله حیب زی هم په دې غونډه کې په کابل ښار کې د سړک غاړې تم ځایونو د رامنځته کېدو په اړه د عامه او خصوصی مشارکت طرح ته په اشارې سره وویل: دغه طرح د لېژدونکو وسایطو د خوندیتوب، د ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوی ، د مالی فساد څخه د مخنیوی او دولت لپاره د ګټې د رامنځته کېدو لامل کېژی.
نظرات(۰ دیدگاه)