کابل: د واده مراسمو کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

  • خپرول: ۲۶ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 131248

کابل

د انځور حقوق
UGC

د افغانستان له پلازمېنې کابله رسېدلی رپوټونه وایی، د ښار په شپږمه ناحیه سیمه کې د واده مراسمو کې یوه درنه چاودنه شوې ده. د پېښې تلفاتو په تړاو تر اوسه پورې څه نه دی ویل شوی، خو داسې وېره څرګندیږی چې مرګژوبله یې اړولی وی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایی:

د کابل د شپږمې حوزې اړوند کابل دوبۍ هوټل د واده په مراسمو کې چاودنه شوې. د چاودنې نوعیت تر اوسه نه دی معلوم. پولیس سیمې ته رسېدلی او د خلکو په ژغورلو بوخت دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی وایی، پېښه له ځایی وخت سره سم د شپې نژدې لس نیمې بجې شوې او داسې وېره شته چې په دغه چاودنه کې ملکی خلکو ته زیان اوښتی دی.

نوموړی د چاودنې څرنګوالی په اړه څه نه دی ویلی.

عینی شاهدان وایی، پېښه د دارلامان سیمه کې شوې ده. عینی شاهدان دا هم وایی، چې چاودنه په شهر دبۍ نومی ودونو تالار کې شوې ده. د دغه رپوټ بشپړیږی…

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131248

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *