کابل ته د قریشی تر سفر مخکې د پاکستان ملکی او پوځی چارواکو غونډه وکړه

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 83511


Fb-Button

تاند- ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی نن / شنبه/ کابل ته راشی چې له افغان مشرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړی.

قریشی به د پاکستان د نوی حکومت لومړنی چارواکی وی چې د صدراعظم په توګه د عمران خان له غوره کېدو وروسته افغانستان ته سفر کوی.

دا د ښاغلی قریشی لپاره هم د عمران خان په حکومت کې لومړنی بهرنی سفر دی.

کابل ته د ښاغلی قریشی تر سفر مخکې پرون /جمعه/ په اسلام اباد کې د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د لوړې کچې غونډه جوړه شوه چې په لړ کې یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د کابل د سفر پر اجنډا خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه، د آی ایس آی عمومی رییس نوید مختار، د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې او نورو جګپوړو چارواکو ګډون کړی وو.

پاکستانی رسنۍ وایی چې په دې غونډه کې له ګاونډیو هیوادونو سره د پاکستان پر اړیکو او امنیتی مسلو هم خبرې وشوې.

همداراز د آی ایس آی رییس نوید مختار له افغانستان سره د پولې د مدیریت (منجمنټ) سیستم او نورو امنیتی مسلو په اړه معلومات وړاندې کړل.

پاکستانی رسنۍ وایی چې ښاغلی قریشی به د کابل د یو ورځنی سفر په لړ کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی په شمول له بېلابېلو جګپوړو چارواکو سره ووینی.

ټاکل شوې ده چې قریشی د افغانستان ولسمشر ته د پاکستان د صدراعظم له لوری د پاکستان د سفر بلنلیک وسپاری.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروسته له دې کابل ته د سفر اعلان وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې له عمران خان او نورو پاکستانی چارواکو سره وکتل.

۱۱ total views, 11 views today

اړوند مطالب


د پاکستان د ملی امنیت کمېټې د ټرمپ پر ستراتیژۍ بیا غونډه وکړه


د پاکستان پوځی او ملکی مشرانو د امریکا انتقادونو ته ځواب ورکړ


د پاکستان پوځ د کابل د حملې د عواقبو په اړه فوق العاده غونډه وکړه


د افغان او پاکستان د ملکی استازو درې ورځینۍ غونډه نن پیلېږی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83511

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *