کابل ته د امریکا سرپرست دفاع وزیر سفر

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104332

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن په نااعلان شوی سفر نن /دوشنبه/ کابل ته راغی.

الجزیرې تلویزیون کابل ته د ښاغلی شناهن له رسېدو سره سم د نوموړی له قوله وویل«دا ډېره مهمه ده چې افغان حکومت د افغانستان په اړه په خبرو کې دخیل وی.»

د ده اشاره د طالبانو او امریکایانو په خبرو کې د افغانستان د حکومت ګډون ته اشاره وه.

شناهن همداراز وویل، تراوسه پورې په افغانستان کې د ځواکونو د کمولو په اړه هیڅ راز غوښتنه ورڅخه نه ده شوې.

شناهن به د افغانستان د سفر په لړ کې له ولسمشر محمد اشرف غنی سره ووینی او د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو به خبرې ورسره وکړی.

ده افغانستان ته د خپل سفر پر اهمیت ټینګار وکړ، ویې ویل چې واشنګټن په سیمه کې مهمې امنیتی ګټې لری او غواړی چې د افغانستان په هره برخه کې د مېشتو قوماندانو خبرې واوری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104332

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *