ښځو د لومړی ځل لپاره په عربستان کې د موټر چلونې جواز ترلاسه کړی

  • خپرول: ۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 65355

سعودی عربستان کې پر مېرمنو د موټروانۍ بندیز لرې او دوی بېګا نیمه شپه په رسمی توګه د ګاډی چلولو حق ترلاسه کړ.
له دې مخکې سعودی عربستان د نړۍ یواځنی هېواد و چې مېرمنو پکې د موټروانۍ حق نه درلود او کورنۍ اړې وې چې د مېرمنو لپاره خصوصی موټروانان وګوماری.
خو دا بدلون په داسې مهال دی چې په تیرو څو اونیو یو شمیر داسې فعالانې نیول شوې چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوی.
د بښنې نړیواله اداره وایی، لږ تر لږه اته فعالانې نیول شوې او ممکن د ترهګرۍ ضد محاکمې او اوږد بند سره مخ شی.
د دې نیونو له امله د سعودی عربستان پر مشرتابه نیوکې پیل شوې دی.
د بښنې نړیوالې ادارې هم په سعودی عربستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې پراخ سمون غوښتنه کړې.
په سعودی عربستان کې د انسانی حقونو ډلو د ښځو لپاره د موټروانۍ اجازې ترلاسه کولو لپاره کلونو کلونو مبارزه کړې ده. پر ۱۹۹۰ د دغه هېواد پلازمېنه ریاض کې په لسګونو ښځې د موټروانۍ له امله ونیول شوې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65355

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *