ښاروالی: سېل د کابل سین د غاړې د کورونو او دوکانونو له خطر سره مخامخ کړی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 112832


Fb-Button

تاند- په څو ولایتونو کې د سېل د جاری کېدو په نتیجه کې د مړینو له راپورونو سره په یو وخت کابل ښاروالی د پلازمېنې د ځینو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې نورو سیمو ته ولېږدی.

د روانې اوونۍ له پیله په کابل او یو شمېر ولایتونو کې پر له پسې بارانونه اوری او د هواپېژندنې اداره وایی چې سبا به هم باران دوام وکړی.

د کابل سین اوبه د ښار په ځینو برخو کې سړکونو ته راوتلی چې له کبله یې خلکو ته تګ راتګ ګرانه شوی دی.

کابل ښاروالی وایی چې د کابل سین د هغو غاړو د ټینګولو لپاره یې کار پیل کړی چې ګومان کېږی ورڅخه زیاتې اوبه ښار ته وبهېږی خو له دې سره سره هغو ښاریانو ته چې د سین په غاړه کورونه لری سپارښتنه کوی چې نورو سیمو ته ولېږدی.

ښاروالی وایی چې د سین په دواړو غاړو کې د یو شمېر کورونو د نړېدو خطر شته.

په یو شمېر سیمو کې ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو سېل ځپلې له خطره ژغورلی او مرستې یې وررسولی دی

د ښاروالۍ مسوولان وروستی ورښتونه د کابل لپاره خطرناک بولی او وایی چې د سین په غاړه یا سین ته نژدې دوکانونه او کورونه د ویجاړېدو له خطر سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هواپېژندنې اداره وایی چې تر ۵۰ میلی مترو پورې به نور باران هم واوری.

راپورونه وایی چې په هرات، کندهار او غزنی کې هم سېلونه راغلی او په هرات کې د سېل له کبله ۵ تنه مړه شوی، ۱۷ بې درکه شوی او ۱۰ ژوبل شوی دی.

همداراز د هرات په شمول په کندهار او څو نورو ولایتونو کې سېلونو په زرګونه جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه کړې ده.

د  سېل له کبله د کندهار – هرات لویه لار هم بنده شوې ده.