ډونالډ ټرامپ: که له طالبانو سره هوکړه وشوه نو سرتېری باسم

  • خپرول: ۱۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 102830

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «جنورۍ ٢٩مه» په سپینې ماڼۍ کې ویلی دی چې که د افغان طالبانو سره د سولې موافقه وشوه نو هغه به د افغانستان څخه ټول امریکایی عسکر بیرته وباسی.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د هغه رپورټونو نه وروسته کړی دی چې وایی، د امریکا او د افغان طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه لیک کار دوام لری.

د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په دوحې کې له طالبانو سره د خبرو نه وروسته ویلی و چې دواړه خواوې “په اصولی توګه” د یوې تګلارې په ټاکلو سلا کړې ده چې د دغه په اساس به طالبان د نړیوالو ترهګرو یعنی القاعدې، اسلامی دولت ډلې او د ګاونډی ملکونو لاره نیسی چې د افغانستان خاوره د امریکایی او یا د ائتلافی عسکرو په نښه کولو لپاره استعمال کړی.

د دغه په بدل کې به امریکا د افغانستان نه خپل عسکر وباسی، خو طالبان به اوربند او د افغان حکومت سره خبری کوی.

طالبانو ویلی دی چې دواړه خواوې به راتلونکې میاشت بیا خبرو ته کینی، طالبانو لا تر اوسه د افغان حکومت سره د خبرو نیت نه دی څرګند کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102830

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *