ډونالډ ټرامپ: د امریکا استخباراتی ادارې ډېرې ناپوه دی

  • خپرول: ۱۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 102789

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلی، د دې هېواد استخباراتی ادارې ډېرې ناپوهه دی او پر دې یې سر سم نه دی خلاص چې ایران څومره لوی ګواښ دی. ولسمشر ټرمپ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، د امریکا د استخبارتو کسان باید له سره ښوونځی ته ولاړ شی.

نوموړی خبرداری ورکړی چې له ایران سره باید ډېر احتیاط وشی، ځکه چې دا هېواد اوس هم د امریکا لپاره یو جدی ګواښ دی.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا استخباراتی ادارو په خپل یو وروستی رپوټ کې وویل، ایران اټومی بم نه جوړوی.

د امریکا د ملی امنیت ادارې مشر ډن کوټس د سه شنبې پر ورځ دا رپوټ د امریکا سنا ته وړاندې کړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102789

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




23 + = 29