ډاکټر عبدالله: طالبان د امتیاز د ترلاسه کولو هڅه کوی نه د سولې

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 104323

د ملی یووالی حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله وایی طالبان د سولې لپاره ریښتنی هوډ نه لری او یوازې په دې لار کې د امتیاز د ترلاسه کولو او تبلیغاتو په هڅه کې دی.

ښاغلی عبدالله چې نن(دوشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، طالبان یې د جګړې اصلی لامل وبلل:«د جګړې او لجاجت اصلی لامل طالبان دی چې رېښتینی خبرو ته چمتو نه دی. هغه ګامونه یې چې پورته کړی دی د تبلیغاتو او امتیاز اخیستو په موخه وو، نه د ښه نیت او جدی مذاکرې لپاره.»

عبدالله عبدالله وایی سولې ته د رسېدو لپاره باید د دې بهیر ښکېل لوری زغم ولری:«زه شک نلرم، کله چې د سولې په لور ځو نو باید چې زغم او ګذشت وشی تر څو کوټلی ګامونه پورته شی. ځکه دا نه ده ممکنه چې هر څوک د سولې توقع هم ولری او پر خپلو ټولو غوښتنو هم ټینګار وکړی.»

اجراییه رییس وایی د سولې په خبرو کې باید د خلکو ارمانونه قربانی نشی:«سوله قربانی غواړی؛ خو دا قربانی د خلکو د ارمانونو قربانۍ په مانا نه ده، بلکې په دې مانا ده چې دا خاوره د ټولو افغانانو ده او ټول حق لری چې په با عزته سوله کې ژوند وکړی او خپل ارمانونه په سوله ییزه توګه او د سیاسی مبارزې له لارې ترلاسه کړی.»

دی وړاندې وایی د سولې خبرو په موخه اېښودل شوی شرطونه د څوکۍ ساتنې په موخه نه وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104323

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *