چین کې سلګونو مسلمانانو د جومات ورانولو مخنیوی لپاره احتجاج کړی

  • خپرول: ۱۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 76083
چین کې سلګونو مسلمانانو د جومات ورانولو مخنیوی لپاره احتجاج کړی

چین کې د حکومت له لورې د یوه جومات ورانولو مخنیوی لپاره سلګونه مسلمانان د احتجاج په توګه راټول شوی دی.

دغه تاریخی جومات چې تېرو دوو کلونو کې نوی ترمیم شوی د چین په لویدیځ نینګشیا سیمه کې واقع دی.

ځایی چارواکی وایی، ستر ویجو جامع جومات له رسمی اجازې پرته جوړ شوی دی.

ویجو جومات لوړ منارونه او ګنبدې لرې چې ۶۰۰ کاله پخوا د چین په سبک جوړ شوی و، خو اوس یې ترمیم دمنځنی ختیځ له ودانیز سبک سره سم ترسره شوی دی.

د نینګشیا چارواکو د اګسټ په دریمه د زور له لارې د جومات د نړولو په اړه اعلامیه خپره کړې وه، دا خبر د ځایی هویی مسلمانانو له لورې پر خواله رسنیو لاس پر لاس شو.

د چینایی چارواکو او مسلمانو مشرانو ترمنځ ددې جومات په اړه څو ورځې خبرې اترې روانې وې چې پرون یې د جومات پر ځای د جومات د ګونبدونو د نړولو پر سر موافقه سره وکړه.

خو ځایی مسلمانانو دا موافقه رد کړه او له پنجشنبې راهیسې یې سلګونه تنه د دې سپین جومات مخې ته راټول شوی دی.

مسلمانان وایی چې دوی به پرې نږدی چې څوک جومات ته لاس وروړی.

د مسلمانانو تر احتجاج وروسته ځایی چارواکو مسلمانانو ته وویل چې جومات نه نړوی او دوی دې خپلو کورونو ته ستانه شی، خو نن دجمعې په ورځ هم د جومات د ساتنې لپاره مسلمانانو خپل احتجاج ته دوام ورکړ.

د ساوت چینا پوسټ ورځپاڼې ویلی، داسې پوښتنې را ولاړې شوې چې که جومات له رسمی اجازې پرته ودان شوی، نو تېرو دوو کلونو کې یې ولې ودانیزې چارې نه بندېدلې.

د چین د حکومت له لورې اېغور او هویی مسلمانان تر سخت فشار لاندې دی، په ځانګړې توګه اېغور مسلمانان له هر ډول مذهبی فعالیت څخه منعه کړای شوی او لسګونه زره یې ځانګړو کېمپونو کې اچول شوی، تر څو هلته له خپل دین څخه په کرکې او انکار مجبور کړای شی.

په چین کې د مسلمانانو شمېر ۲۳ میلیونو کسانو ته رسیږی او په نینګشا سیمه کې هویی مسلمانان مېشت دی.

احمد ظریف

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76083

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *