
چین په پام کې لری د افغانستان او پاکستان پر پولو پرمختللی تاسیسات جوړ کړی
- خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
- نوملړ: فرهنګ او ټولنه
- د خبر شميره: 104561
چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدی دروازو کې عصری تاسیسات، د څښاک د اوبو دستگاوې او سړې خونې جوړوی.
چینایی مقاماتو ویلی دی چې ددغې پروژې هدف سوداگریزو کاروانونو او په سلگونو زرو مسافرو ښه خدمت کول دی چې هره ورځ له دغو دروازو تیریږی.
چین چې د افغانستان او پاکستان سره ښه اړیکې لری پدې وروستیو کې یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د کړکیچنو اړیکو د ښه کولو او په ځانگړې توگه د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې دپلوماتیک او اقتصادی نوښتونه کړی دی.
په اسلام آباد کې د چین د سفارت مرستیال ژاو لیجیان، د امریکا غږ ته ویلی دی چې د سرحدی پرمختیا پروگرام د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ غونډې نتیجه ده چې په کابل کې شوی وه. هغه وویل چې ددې کار هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کیدل دی.
نظرات(۰ دیدگاه)