چین په بدخشان ولایت کې پوځی اډه جوړوی

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 41051

د ملی دفاع وزارت ویاند څرګند کړ: چین د افغانستان پوځ لپاره د تاجکستان سره ددغه هېواد په ګډه پوله کې یوه پوځی اډه جوړوی.
د ملی دفاع وزارت ویاند دولت وزیری خبر ورکړی، چین په بدخشان ولایت کې د افغانستان پوځ لپاره یوه پوځی اډه جوړوی.
دی زیاته کړه: ددغې اډې د جوړولو هوکړه پکن ته د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامی د سفر او د خپل چینی سیال چانګ وان کوان سره تر لیدنې وروسته ترسره شوې ده.
چانګ په دغه کتنه کې له افغانستان سره د پوځی اړیکو د زیاتوالی او د ترهګری سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو مرستو په برخه کې د پکن د لېوالتیا څخه خبر ورکړی وو.
وزیری ټینګار وکړ چې چین ددغې اډې ټول تجهیزات لکه وسلې، پوځی یونیفورم او پوځی تجهیزات به برابر کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41051

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *