چاغښت څه دی او له هغه سره کومې ناروغۍ تړلی دی؟

  • خپرول: ۲۶ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: بېلابېل
  • د خبر شميره: 49570

د روغتیا نړیوالې ټولنې له مخې له ۱۹۷۵ راهیسې په نړۍ کې چاغښت کابو درې برابره زیات شوی.
په ۲۰۱۶ کال کې نژدې د ۲ میلیارده خلکو وزن له نورمال ډېر و. په دوی کې یې ۶۵۰ میلیون خلک له ډېر چاغښته کړېدل.
دې شمېرو ته په کتنې څېړنو څرګنده کړې، په هغو هېوادونو کې چې چاغښت زیات وی، د ډنګرو خلکو پرتله چاغ خلک ډېر مری.
د ۲۰۱۶ کال د شمېرو له مخې ۴۱ میلیونه ماشومان چې تر پنځه کلونو یې عمر ټیټ و چاغ ول.
خو له دې ټولو شمېرو سره څېړونکی او ډاکټران وایی چې د چاغښت مخنیوی کېدی شی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د تعریف له مخې چاغښت هغه غیر عادی حالت ته ویل کېږی چې ډېره اندازه شحم یا غوړ په بدن کې ټول شی او په روغتیا او ژوند منفی اغیزې ولری.
د چاغښت کچه د بدن BMI یا Body Mass index یا د وزن او ونې سره پرتله کولو څخه ترلاسه کېدای شی. یعنې د یوه کس وزن د هغه په ونه وېشل کېږی Kg/m2.
په لویانو کې:
که د بدن BMI ۲۵ یا تر دې زیات شی، نو یو کس چاغ دی.
که د بدن BMI ۳۰ او یا تر دې زیات شی، نو یو کس ډېر چاغ دی.
د بېلګې په توګه، یو کس ۷۰ کیلو ګرامه وزن لری، او ونه یې ۱.۷ متره ده. د ده وزن په ونه وېشل کېږی، پایله یې بیا په ونه وېشل کېږی، راوتلې شمېره ۲۴،۲۲ یېBMI کېږی.
د BMI له کچې د نړۍ د وګړو د چاغښت کچه په اسانۍ معلومېدی شی. په نارینه و او ښځینه و کې دا په یوه ډول اندازه کېږی، که څه هم دا د بېلابېلو خلکو د بدن په جوړښت پورې اړه لری، خو له دې لارې په اسانۍ د بدن چاغښت معلومېدی شی.
 “په ټوله نړۍ کې ماشومان له معموله ډېر چاغ شوی”
 ذهنی فشار مو څنګه چاغوی؟
څه شی مو چاغوی؟
کله چې په بدن کې د انرژۍ اخیستلو او لګولو انډول له منځه لاړ شی خلک چاغېږی. که یو څوک فزیکی خوځښت او کار ونه لری او انرژی مصرف نه کړی، خو د کالوریو اخیستل یې زیات وی، نو چاغېږی.
په هغو ټولنو کې چې د ورزش لپاره ځای وی، خلک د ګرځېدو لپاره پارک او تفریح ځای ولری دا ټول مثبت اغیز لری او خلک خپل وزن کابو ساتی.
په ځینو اروپایی هېوادونو کې پرمختګ او اسانتیاوې شته، خو بیا هم خلک له چاغښت کړېږی. د ډېرو پوهانو په اند دا تر ډېره په کلتور او عامه پوهاوی پورې اړه لری.
په ډېری افریقایی هېوادونو لکه نایجیریا، کامرون او نورو کې چاغښت د خلکو بډایوالی او شتمنی ښیی، ډېر چاغ سړی یا ښځه دا معنا لری چې دوی شتمن دی، ښه خوری او څښی.
خو دا خبره د اروپا شمال په سکندنویایی هېوادونو لکه ناروې، ډنمارک او نورو کې بیا برعکس ده، هغوی چې ډېره شتمنی لری ډنګر وی، ځکه تازه سبزۍ او میوې ډېرې خوری او خپلې روغتیا ته پام کوی.
له چاغښت سره کومې ناروغۍ تړلې دی؟
د چاغښت تر ټولو عامې ناروغۍ د زړه ناروغی او حتی د زړه حملې دی، چې په ۲۰۱۲ کې یې په نړۍ کې تر ټولو زیاته مړینه رامنځ ته کړې.
همدارنګه د شکرې ناروغی، د مفاصلو، هډوکو او ځینې سرطان ناروغۍ، لکه د معدې، سینې، تخمدان، پروستیت، ینې او پښتورګی سرطان، او د دې تر څنګ نورې ناروغۍ هم له چاغښت سره تړلې دی.
د چاغښت مخنیوی څنګه کیدی شی؟
باید خپلو خوړو ته پام وکړو. د ورځې له ۲۰۰۰ کالوریو ډېر خواړه ونه خورو. تر ډېره سبزۍ او مېوې وکاروو. په اونۍ کې له یوې ورځې زیاته سره غوښه ونه خورو.
هڅه وکړو بوره کمه کړو. ځکه بوره نه یوازې د وزن په زیاتېدو بلکې د شکرې ناروغۍ خطر هم پېښوی. په ځینو هېوادونو لکه ناروې، مکسیکو او نورو کې په بوره مالیه لګېدلې، چې خلک یې کارول کم کړی، دا کار پخپله ګټه رسوی.
کله چې خواړه پېرو، نو په ډبی یې لیکنو ته ځیر شو چې کوم ډول مواد لری، بوره یې څومره ده، څومره چې د خوړو په هکله پوهاوی ډېر وی هغومره به د وزن په کنټرول او چاغښت کمېدو اغیز زیات وی.
د دې تر څنګ لږ تر لږه نیم ساعت د ورځې پیاده مزل وکړو، چې لس دقیقې یې باید په چټک سرعت وی.
د دې ټولو تر څنګ مثبت فکر او د چاپېریال ساتنه، د ماشومان په روزنه، په کورنۍ کې ونډه او نورو چارو سره د فکر په مثبت ساتلو سره روغتیا هم مثبته ساتلی شو.
په همدې موضوع مو له تاسو څخه پوښتلی وو، چې د ځینو لوستونکو نظرونه دلته را اخلو:
احمد تراب لیکی، باید سبزۍ او مېوې وخورو، په غوړو کې خواړه ونه ایشوو، او ورزش وکړو.
غوث رحمان بیا د پورته یادوو شویو لاملونو تر څنګ وایی روحی فشار د چاغښت په ډېرېدو کې رول لری. شفیع الله فیضی بیا وایی کله چې ډېره انرژی واخلو او لږ یې مصرف کړو، دا پخپله د چاغښت لامل ګرځی.
شریف پختونستانی راته لیکلی چې افغانان لږ مرچک خوری او له خوړو وروسته سمدستی ویده کېږی چې دا پخپله وزن زیاتوی.
حاجی شهزاده سالارزی بیا د چاغښت د ډېرېدو لامل د ټلیویزیون کتل، پیاده نه ګرځېدل او د سړک د غاړې غوړ خواړه یاد کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=49570

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *