چارواکی: په کندز کې د عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله وال مخالفین وژل شوی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112790

د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تصفیوی عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله وال مخالفین وژل شوی او ۲۲ نور ژوندی نیول شوی دی.

د کندز ولایت د رسنیز دفتر په یوې اعلامیې کې راغلی چې افغان ګډو ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال چې د مرکز اړوند په ځینو کلیو کې یې کړی دی، یوه اندازه درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړی دی.

اعلامیه زیاتوی چې په وژل شویو او نیول شویو کسانو کې د طالبانو مهم کسان هم شامل دی چې د دوی په وینا، په ورانکارو فعالیتونو کې ښکېل وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا څرګندونیې داسې مهال شوی چې کندز په وروستیو درېیو ورځو کې د وسله والو طالبانو له لوری د بریدونو شاهد و.

طالبانو د الفتح په نوم پسرلنی عملیات پیل کړل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112790

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *