چارواکی: په کندز کې د عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله‌وال مخالفین وژل شوی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112813

د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تصفیوی عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله‌وال مخالفین وژل شوی او ۲۲ نور ژوندی نیول شوی دی.

د کندز ولایت د رسنیز دفتر په یوې اعلامیه کې راغلی چې افغان ګډو ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال چې د مرکز اړوند په ځینو کلیو کې یې کړی دی، یوه اندازه درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړې دی.

اعلامیه زیاتوی چې په وژل شویو او نیول شویو کسانو کې د طالبانو مهم کسان هم شامل دی چې د دوی په وینا، په ورانکارو فعالیتونو کې ښکېل وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

دا څرګندونې داسې مهال شوی چې کندز په وروستیو درېیو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو له لوری د بریدونو شاهد و.

طالبانو د الفتح په نوم پسرلنی عملیات پیل کړل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112813

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *