چارواکی: په زابل کې د پوځی عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژل شوی

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112742

د افغانستان د ملی اردو چارواکی وایی، په زابل کې یې د پوځی عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژلی او ۱۳ نور یې ټپیان کړی دی.

په کندهار کې د ملی اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوی وایی، دا عملیات د یکشنبې له ورځې راهېسې د زابل په درېیو ولسوالیو میزانې، دایچوپان او شاجوی کې ترسره شوی دی.

علوی په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل، وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112742

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *