چارواکی: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۳۷ وسله وال وژل شوی

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112743

د کندهار امنیتی چارواکی وایی، تېره شپه یې د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ د سقوط پلان شنډ کړ او په سیمه کې یې د تصفیوی عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ وسله وال وژلی او ۲۸ نور یې ټپیان کړی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایی چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د معروف ولسوالۍ د یوسف نیکه په سیمه کې پر امنیتی پوستو بریدونه وکړی او وروسته دغه ولسوالۍ ونیسی چې د امنیتی ځواکونو له غبرګون سره مخ شوی.

ده وویل:

“دښمن غوښتل چې د یوسف نیکه پوسته او معروف ولسوالۍ سقوط کړی چې په دې نتیجه کې افغان ځواکونو عملیات کړی او ۳۷ وسله وال په کې وژل شوی او ۲۸ نور ټپیان شوی دی چې وسله والو خپل مړی او ټپیان د ډورند کرښې هغې غاړې ته اړولی دی.”

د کندهار د پولیسو د ویاند په خبره، په دغه په جګړه کې یو پولیس هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.

د کندهار د پولیسو د ویاند په خبره، د معروف ولسوالۍ په عملیاتو کې هوائی ځواکونو هم برخه لرله.

بل خوا وسله وال طالبان ادعا کوی چې د تېری شپې په جګړه کې یې د معروف ولسوالۍ د یوسف نیکه پوسته سقوط کړې او یو شمېر سرتېری یې ژوندی نیولی.

خو د کندهار چارواکی د وسله والو طالبانو دغه ادعا نه منی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112743

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *