چارواکی: د طالبانو جنګی ماشین د لمنځه تلو په حال کې دی

  • خپرول: ۲۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 116364

د هېواد په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان، تورنجنرال دادان لونګ وایی د طالبانو د جګړې ماشین د له منځه تلو په حال کې دی.
نوموړی چې د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو د سرتېرو د فارغت غونډه کې خبرې کولې وایی د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو پوځی عملیات زیات شوی دی.
ښاغلی لونګ وړاندې وایی:«د دښمن جنګی ماشین له کاره لوېدلی دی. اکثریت مشران یې د جګړې له لیکو وتلی دی. اوس اړینه ده چې موږ یې تعقیب کړو او زیرمې او پټنځایونه یې له منځه یوسو.»
په همدې حال کې پکتیکا ولایت کې افغان سرتېری درنې وسلې غواړی، دوی چې تازه د څلور میاشتنیو نظامی زده ګړو څخه فارغ شوی دی وایی د ولس او خاورې د ساتلو لپاره هرې قربانۍ چمتو دی، درنې وسلې یې یوه اړتیا ده.
سرتېری، غزنی خان وایی:«وسلې، موټرو، الوتکو ته اړتیا لرو، نور چې د هېواد په هره برخه کې وی، خدمت ته چمتو یوو.»
د پکتیکا د سیمه ییزې اردو قومندان وایی دغه تازه دمې سرتیری به د دې ولایت په ناامنو سیمو کې ځای پر ځای شی او د ملی اردو سرتیرو ورته امکاناتو باندې به سمبالیږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116364

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *