چارواکی: ۷۵ تنه وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87790

د ننګرهار سیمه ییز چارواکی وایی د ملی امنیت ریاست په هلو ځلو د پنځو قوماندانانو په ګډون ۷۵ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شول او خپلې وسلې یې هم تسلیم کړې.
چارواکی زیاتوی، چې دغو وسله والو له تېرو ۱۶ کلونو راهېسې بټی کوټ ولسوالۍ کې دولت ضد کړنې ترسره کولې او دغه ولسوالی یې ډیره نا امنه کړې وه.
د ولایت مقام له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار والی حیات الله حیات له قوله راغلی ”چې د قاری فضل الرحمن، قاری حقانی، قاری میرزمان، زړور خان، قاری شرف الدین په مشرۍ دغو وسله والو خپلې وسلې هم له ځانه سره راوړی، او له همدوی څخه به د بټی کوټ ولسوالۍ د امنیت په ټینګښت کې ګټه اخلو. “
په ورته وخت کې د ننګرهار د ملی امنیت رییس تورن جنرال نظر علی واحدی وویل، یوځای شویو وسله والو له ۷۵ میله ډیرې درنې او سپکې وسلې هم دولت ته تسلیم کړې، چې په کې راکټ اندازونه، دافع هوا، کلاشنکوفونه او نور شامل دی.
دی وایی، د دغو وسله والو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره به ولایتی ادارې ته وړاندیز کوی او د ولایتی امکاناتو څخه به ورسره مرستې کېږی.
د نوموړی د معلوماتو له مخې یادو وسله والو تېرو ۱۶ کلونو کې د بټی کوټ ولسوالۍ کې د کانال اړونډ فارمونه ناامن کړی و او له ډیرو یې همغوی ګټه تر لاسه کوله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87790

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *