چارواکی: د تورخم لویه لاره د دوه ورځو لپاره ټړل کېږی

  • خپرول: ۲۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 88063

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکی وایی افغانستان د پارلمانی ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د امنیتی اقداماتو له امله د تورخم لویه لاره د دوه ورځو لپاره تړی.
د ننګرهار والی ویاند عطاالله خوګیانی ویلی چې دا لویه لاره نن پنجشنبه ماښام د راتلونکې اونۍ تر یکشنبه ورځې پورې د مسافرینو او لېږدونکو وسایطو د تګ او راتګ پرمخ تړل کېږی.
ټاکل شوې پارلمانی ټاکنې تر راتلونکې دوه ورځو پورې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې ترسره شی. په ۲۰۰۱ کال کې د کرزی حکومت له رامنځته کېدو وروسته، دا درېیم پارلمانی ټاکنې دی چې ترسره کېږی.
د کورنیو چارو وزارت هم د ټاکنو امنیت د ټینګښت په موخه د لازمی چمتوالی څخه خبر ورکړی دی. یاد وزارت وایی څه باندې ۵۰ زره امنیتی ځواکونه یې د ټاکنو د امنیت ټینګښټ په موخه ګمارلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88063

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *