څه باندې ۷۰ زره امنیتی ځواکونه د ټاکنو امنیت ټینګښت په موخه ګمارل شوی

  • خپرول: ۲۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 88069

د افغانستان امنیتی او دفاعی چارواکی وایی شاوخوا ۷۰ زره امنیتی ځواکونه د رایې اچونې د مرکزونو او محلونو د امنیت د ټینګښت لپاره په دندو بوخت دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش نن خبریالانو ته وویل، چې له کندهار او غزنی پرته په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچونې ۴۹۰۰ مرکزونه د څه باندې ۲۰ زرو محلونو په لرلو سره د رایې اچوونکو پر مخ پرانیستی دی او ۷۰ زره امنیتی او دفاعی ځواکونه د یادو محلونو د امنیت په خوندیتوب بوخت دی.
دغه راز د ملی دفاع وزارت ویاند، سید غفور احمد جاوید هم د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ملی دفاع وزارت په چټکۍ سره د هیواد ۳۲ ولایتونو او د هغو ولسوالیو ته حساس ټاکنیز توکی رسولی دی.
د افغانستان جمهور رییس نن د شنبې ورځې په سهار د رایې اچونې یوه مرکز کې په ګډون سره خپله رایه و کاروله او دغه ملی بهیر یې پیل کړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88069

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *