څه باندې ۱۰ زره افغانانو د ګلبدین حکمتیار د محاکمې غوښتنه کړې

  • خپرول: ۱۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 107985

لس زره افغانانو په یوه خوله د ګلبدین حکمتیار پر ضد غږ پورته کړ او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې ګلبدین حکمتیار دې محکمې ته راکش کړی. همدا راز دوى له ګلبدین حکمتیار څخه دا غوښتنه هم کړې ده، چې د محکمې سره سره دې له افغانانو بخښنه وغواړی او په خپلو خبرو دې پښېمانی څرګنده کړی.

د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار پر ضد دا غږ په داسې وخت کې پورته شو، چې څو ورځې مخکې نوموړی په یوه اعلامیه کې د پاکستان مخالف افغانان بې شعوره ګڼلی و.
ګلبدین حکمتیار افغانستان په ترهګرۍ تورن کړى و او پاکستان یې سپین باز بللى و. هغه ویلی و چې هند په پاکستان کې ترهګرۍ ته وده ورکوی، ترهګر روزی او دا ترهګر ټول په افغانستان کې مېشت دی، چې له دې ځایه په پاکستان بریدونه کوی. هغه ویلی و چې د پاکستان مخالفت کوونکی افغانان بې شعوره او سیکولر دی.
هغه همدا راز ویلی و، چې هند د پاکستان مخالفو ترهګرو ډلو مالی ملاتړ کوی، خو د پاکستان په اړه یې بیا ویلی و، چې پاکستان په کشمیر کې د آزادی غوښتونکو خلکو ملاتړ کوی او اشغال شوې، یعنې هغه کشمیر چې د هند تر ولکې لاندې دى، د ازادۍ لپاره مبارزه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107985

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *