څنګه کولی شو خپله پریشانی ژر ختمه کړو؟/ محمد هارون سمون

  • خپرول: ۲۵ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 5216

ډېری وخت پرته لدې، چې کومه ستونزه مونږ ته پیدا شوې وی؛ یو ډول پرېشانه خفه مالومېږو؛ سر مو په درد وی؛ نارحته وو. کله چې پرمونږ فشار راځی؛ خامخا به تر شا یو لامل لری؛ خوکله کله پرته له کومې ستونزې هم ناراحته کېږو؛ ممکن یابه کومه وړه خبره پسې ګرځو یابه د یوچا ناوړه کړنې خوند نه راکوی، بلاخره خبره تر دې حده رسېږی، چې اکثره وخت مونږ یوازیتوب غوره کړو.

کله چې غمجن شو ژر تر ژره باید تصمیم ونیسو؛ یانې ځان باید خوشحاله کړو؛ خو دا چې ځان باید څنګه خوشحاله کړو؟ لاندې ځینې اولیه سپارښتنې باید په پام کې ولرو. لمړی به حمام وکړو غاښونو به مو پاک پرېمینځو یانې بدن ته مو باید توجه وکړو؛ ورپسې به پاکې سوتره جامې واغوندو؛ بېرون ته به راووځو که چېرې شنه منظره وه هلته به ځو؛ که نه وه؛ شنه آسمان ته باید وګورو؛ یا هم د شنو منظرو ښلکی ښکلی انځورونه وګورو؛ د ارواپوهنې د نظر خاوندان په دې اند دی، چې شنو رنګونه ته کتل انسان ته سکون ورکوی. کله چې آزادې فضاء ته والاړو؛ هغه که دکور انګړ هم وی؛ پروا نه لری؛ شل دقیقې یا کم زیاد به قدم ووهو، په قدم وهلو کې باید خپلې هغه خاطرې راپه یاد کړو؛ چې ډېر مو ورته خندلی وی، که مو کومه خاطره راپه یاد نشوه بیا نو لازمه ده، چې په درغو موسکا وکړو په بله وینا خوله باید موسکنی ونیسو ځکه چې دا موسکا حقیقی موسکا ته لار برابروی.

پوهېږئ! مونږ موسکا ته نظر نه کوو، خو اروا پوهان وایی د ژور خفګان په وړاندې ښه مبارز مسکا ده؛ مسکا څېره ښکلې کوی او له ګړندی زړښت څخه یې ساتی. یوه موسکا مو د ژوند ډېرې ناخوالې له منځه وړلی شی، که یو څوک له مونږ څخه خفه وی؛ خو کولی شو د یوې موسکا په زور هغه له ځان سره په خولا کړو، په موسکا کې دومره زور دی، چې په زړونو باندې حکومت کوی، موسکا زړونه رام کوی، فرض کړئ که یوې نجلۍ کوم هلک ته خندلی وی، یا برعکس خو ددوی له ذهن نه به ټول شی ووځی، خو هغه لمړۍ موسکا به یې تل تر تله په ذهن کې ګرځی.

زما یوه تجربه به درسره شریکه کړم زمونږ یو ملګری ډېر خاندی که ښه خبره وی که بده دی ورته خاندی تل یې خوله کش نېولې وی؛ زه کله کله ورته وایم ته روانی ستونزې لرې خو دهغې خندا عادت ګرځېدلی دی، کله چې مجلس ورسره وکړې خندوی دې، دهغه سره مجلس ډېر خوند کوی، په ژوند کې ممکن د هغه سره څوک په تنګ نشی، په هر صورت که مو په دې سره هم روانی فشار ورک نشو یانې غم مو لږ زره زیات ؤ، بیا نو لازمه ده یو څو داسې وېډیوګانې چې صرف خندا پکې وی، داسې خندا چې تاسې هم باید وخندوی، معمولا د ښځینوو خنداګانې کولی شی مونږ وخندوی؛ پاتې د نه وی چې د ما شومانو خنداګانې هم ډېر اغېزناکې وی، مونږ باید څو وېډیوګانې په خپل مبایل یا کمپیوټر کې وساتو، هر وخت چې ستونزه راته پیدا شی، یو ځل سر ورښکاره کړو.

ځینې کسان وایی موسقی د روح غذا ده، دوی تېروتی دی؛ اصل کې شعر د روح غذا ده، تاسې یې تمرین کړئ؛ هغه موسیقی چې پرته له شعر څخه غږول کېږی ممکن دویم ځلی یې وانه ورئ، دامنم که کوم غمګین ساز وی یو وخت به هغه راباندې ښه ولګېږی؛ خو په عموم کې موسیقی ذهن ته زیان لری، که مونږ یو ښکلی شعر واورو یا یې ولولو شاید چې ذهن مو بلې خواته واړوی، او سکون وموو، خو موسیقی بیا زمونږ ذهن بلې خواته نشی بولی.

ذکر هم باید له یاده ونه باسو د ذکر په وسیله هم کولی شو سکون ومومو، یو شی، چې ډېر مهم دی، هغه د مذهبی مرکزونو سره اړیکه ده، یو ډېنمارکی لیکوال پدې اړه لیکی: هغه کسان چې له مذهبی مرکزونو سره اړیکه لری، نسبتاً هغه کسانو ته چې هېڅ داسې مرکزونو ته نه ورځی ژوند یې خوشحاله دی، لیکوال ډېره ښه خبر کړې ده، دا یو څرګند حقیت هم دی، که مونږ ځانو وژونکو پېښتو ته نظر وکړو د راپورونو پر بنسټ ویلی شو چې جاپان د نړۍ دویم هېوادی دی چې د ځان وژنې زیاتې پېښې په کې ثبت دی، ممکن ستر علت یې همدا وی، چې هغوی اکثراً په مذهب باندې باور نه لری. زمونږ ډېری ځوانان خپل راتلونکی ته اندېښمن وی، لږ نه ښه زیات اندېښمن وی، دا یوه تېروتنه ده، په ژوند کې ډېری خلک کامیابېږی، مخکې له وخته قضاوت ضرور نه دی، ممکن نه بلکی حتمن به مونږ هم په کامیابو کسانو کې راځو. یو شی به اخر کې ذکر کړو کړو هغه دا چې کله کومه ستونزه مونږ ته پیدا شی.

هر چاته ګیلې ګورمې باید ونه کړو، خپل نږدې ملګری ته یې ویلی شو، هغه ته چې کامیابې مشورې راکوی، هغه چاته یې باید ونه وایو، چې درته وایی هو ولا ستونزې شته دی، که ډېری خلک په ځان خبر کړو شاید چې مونږ خپل ځانته د یو بدبخت کس خطاب وکړو، ښه لاره داده چې صرف خپلو همرازو ملګرو ته خپلې ستونزې بیان کړو.

اړوند مطالب


څنګه اغېزمنه وینا کولی شو؟


په «د غویی هډوکی» ناول کې تضاد(ټکر) / لیکنه: هارون سمون


د خلکو په وړاندې خبرې نه شم کولی(ارواپوهنه) د سمون تصمیم ځواب


څنګه جرئت پیدا کولی شو؟ / ذبیح ایمان

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=5216

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *