څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

  • خپرول: ۹ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 41953

خوراک او غذا د انسان د ژوند له مهمو برخو څخه ده، خو له دې هغه څوک خوشاله وی چې د هاضمې سیستم یې جوړ وی، کله چې د انسان د هاضمې سیستم جوړ نه وی له خوراک څخه ورته یو شمېر ستونزې او ناروغۍ پیدا کیږی.

په عام ډول له اندازې زیاته ډوډۍ خوړل هاضمی سیستم زیانمنوی، خو له دغې ستونزې د خلاصون لپاره له ډوډئ مخکې لاندې ذکر شوې څو کورنۍ نسخې عملی کړئ:

اوبه څکل

د هاضمی سیستم غوره والی لپاره په بدن کې د اوبو اندازه پوره ساتل اړین دی، اوبه نه یواځې د سختو خوړو په هضمولو کې مرسته کوی بلکې د بدن لپاره اړین مواد په سمه توګه جذبولو کې مرسته کوی، د طب متخصصینو په وینا له ډوډئ څخه نیم ساعت دمخه اوبه څکل د هاضمې سیستم فعالیدو سره د میتابولوزم (metabolism )(۱) اندازه زیاتوی.

شین چای

شین چای په تشه خیټه زمونږ لپاره عجیبه او زیانمنونکی ښکاری خو دا د هاضمې سیستم جوړولو لپاره یو شمېر ګټې لری، شین چای که څه هم له اکسیډنټ ضد (anti-oxidants) څخه بشپړ څښاک دی چې نه یواځې د معدې سوز ختموی بلکې میټابولوزم هم په چټکۍ سره په حرکت راولی، له ډوډۍ څخه نیم ساعت دمخه شین چای څکل مو د هاضمې سیستم ښه کولو کې مرسته کوی.

د مڼې سرکه

د مڼې سرکه که څه هم تریخ څښاک دی خو یوه کاشوغه د مڼې سرکه په ۲۰۰ ګرامه اوبو کې ګډ کول او له ډوډئ مخکې یې څښل یو څه اندازه د معدې تیزابیت پیدا کوی چې دغې تیزابیت ته د هاضمې سیستم جوړولو کې اړتیا وی، ځکه چې تیزابیت خواړه په کوچنۍ ټوټو ویشی او دې سره د هاضمې سیستم فعالیږی.

نوټ: میټابولوزم metabolism هغه ماده ده چې بدن کې خواړه تبادله کوی او له زیان ورکولو څخه یې ساتی.

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41953

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *