څنګه شتمن شو؟  || محمد یعقوب واحدی

  • خپرول: ۲۰ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 63303


Fb-Button

دیو ملت نیکمرغی د هغه د هر فرد له اقتصادی وضعیت سره تړلی ده بریالیتوب یانی د هڅو مسلکی مهارتونو په زور خپلو موخو ته رسیدل. د بریا کلی پوره تیاری دی. کړنې مو تر فکرونو او فکرونه مو تر درک نه شی غوره کیدای.

د اقتصادی کمیو او ستونزو د له منځه وړلو او په مالی مسایلو د سرخلاصولو لپاره باید لاندی څو ټکېو ته پام وکړو چې د مالی بریالیتوبونو میینان یې په مټ شتمن د خپلې شتمنۍ ساتنه وکړی او له هغې تر لاسه شوې ګټه باندې نوره ګټه وکړی.

 په ژوند کې مو دخپل عاید لسمه برخه پیسی وسپموی نه به د ژوندون په چارو کې دکوم بدلون سره مخ شی او نه هم د کوم شی له کمښت سره بلکی په ډیر کم وخت کې به مو عاید لوړ شی په ډیره اسانی به وکولای شی چې دخپل عاید څخه پیسې وسپموی.

سپمولې پیسی د ځان لپاره په کار کولو وګوماری او لا یې ډیری کړی هغه پیسې چې تاسو له خپل عاید څخه سپمولی تاسو نه شی شتمن کولای که چیرته تاسو په دغه سپمولو پیسو یو کار بار پیل کړی دابه ستاسو لپاره هم دکټی وټی په یوه سرچینه بدله شی .

دسمی پانګې اچونی لپاره لومړی ار دادی چې باید د اصلی سرمایې سمه ساتنه وشی داعاقلانه نه ده چې دزیاتې ګټې په تمه خپله سرمایه په خطر کې واچوو لوی ریسک دلوی زیان لامل ګرځی. نو دخپلې زیرمی دساتلو لپاره لومړی باید دقیقه مطالعه وکړئ او ټول پیښیدونکی خطرونه په پام کې ونیسئ.دژر شتمنیدو په هیله لارو کې دپوچو خیالونو غلام ګیږئ مه.

یو چا ته دپور ورکولو وړاندی دهغه په باب ځان ډاډمن کړی چې آیا  پور پرې کولای شی کنه ؟ آیا باور پری کیدای شی؟ هسی نه په ناغوښتی توګه خپلې په زیار او سختی ټولی کړی پیسی ورته ډالی کړئ. مخکې تر دې چې دهر ډول پانګونی په درشل پښه کیږدئ ټول احتمالی خطرونه یې وسنجوئ.

څوک چې دخپلې تجربی او شتمنی په اوصولو دپوهیدلو له لاری خپل شته زیاتوی، باید خپله لیری راتلونکې هم په نظر کې ونیسی او د داسی یو پلان له مخې پانګونه وکړی چې په پوره ډاډ سره کلو نه کلونه دوام ولری هغه وخت هم کار ځینې اخستلای شی چې ده یې د عقل له مخې وړاندوینه کړی ده.

موږ پیسې په دوه ډوله لګوو یو دژر تیریدونکو هوسو دخړوبولو لپاره لکه رنګا رنګ ګېڼی، ښکلی جامی، پریمانه خواړه او نور هغه شیان چې ژر له منځه ځی او هیریږی، یود کورنۍ لومړنی توکې دی چې دهغی پرته ژوند کول ناممکن دی لکه اوړه ،غوړی ،بوره او داسی نور یو دعصری ژوند لپاره ځینی نور توکی دی لکه تلویزیون ښی دلوړ قیمت قالینې دغه اړتیاوی باید په هغه وخت کې پوره کړو کله چې په دې وتوانیږو چې له څو سرچینو څخه عاید ولرو.

هیڅکله باید ټولوغوښتنواو هوسونو ته داړینو لګښتونو نوم ورنکړل شی. تاسو ټول په کورنیو برسیره، یو شمیر هوسونه لرئ چې ستاسو عاید یې ځواب نه شی ویلای، په دې توګه ستاسې پیسې په هغو هوسونو لګیږی چې پای نه لری او خامخا دانه مانه دسړی نارضا شوی پاتیږی.

هر انسان په ژوند کې هیلی لری چې باید ورته ورسیږی  هرانسان زړه غواړی چې ښه تفریحی ځایونو ته سفر وکړی خو د خوړو او تفریحاتو ډول او اندازه یې هم باید محدودیوتونه ولری. هوسونه کټمټ داسی دی لکه بې ګټې واښه چې په کښت کې هر ځای دریښې ځغلولو موقع ووینی هماله سره غځیږی. دامکاناتو له ډیریدو سره دانسان هوسونه هم راویښیږی هغه هیلی چې تاسې یې د پوره کولو توان لری خوارا کمې دی.  

اړوند مطالب


څنګه له ټنبلۍ ځان وژغورو؟|| ژباړه: محمد یعقوب واحدی


څنګه خپلې موخې تر لاسه کړو؟ | محمد یعقوب واحدی


دبریالیتوب مهم رازونه/ محمد یعقوب واحدی


څنګه کولای شو کورنۍ ستونزې حل کړو؟/ ژباړه: محمد یعقوب واحدی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=63303

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *