څرنګه کولای شو دخپل انټرنټ مصرف کچې ته کموالی ورکړو؟

  • خپرول: ۶ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: تکنالوژي او معلومات
  • د خبر شميره: 46950

د ګرځنده ټلیفونونو په رامنځته کېدو سره، د کار اخیستونکو د انټرنټ د مصرف کچه لوړه شوې ده. که ستاسې د ګرځنده ټلیفون د مصرف کچه ډېر ژر خلاصېږی، کولای شئ د لاندنیو تګلارو په پلی کولو سره د هغو ډانلوډونو څخه چې ستاسې ټلیفون په اتومات ډول ترسره کوی، مخنیوی وکړئ او خپل د انټرنټ کچې ته کموالی ورکړئ.
۱ . د اتوماتیکو ډانلوډونو غیر فعال کول:
ددغه کار سرته رسولو لپاره لومړۍ باید بخش Settings App and iTunes Stores برخې ته لاړ شئ او Use Cellular Data برخه غیر فعال کړئ.
۲. د Wi-Fi Assist حالت غیر فعالول:
Settings Cellular برخې ته لاړ شئ او Wi-Fi Assist برخه غیر فعال کړئ ترڅو د وای فای د پرې کېدو په صورت کې، ستاسې د ټلیفون له انټرنټ څخه کار وانخستل شی.
۳. د Background App Refresh حالت غیر فعالول:
Settings General Background App Refresh برخې ته لاړشئ او یاده برخه غیر فعال کړئ.
۴. د حالت iCloud غیر فعالول:
iCloud iCloud Drive برخې ته لاړ شئ او د پاڼې په وروستۍ برخه Use Cellular Data ګزینه غیر فعال کړئ ترڅو آیکلود د سلولار څخه د ګټې اخیستنې پرمهال خپل فعالیت ودروی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46950

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *