ځینو ولایتونو کې د روغتیایی کارکوونکو کاری اعتصاب

  • خپرول: ۲۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 116373

له ننګرهار وروسته نن چهارشنبه د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ او د ارزګان ولایت د مرکزی روغتون کارکوونکو هم کاری اعتصاب کړی.
دوی په خپل وخت د معاشونو د نه رسېدو، راکمېدو او دغه‌شان د روغتیایی امکاناتو د نه‌شتون له امله شکایت کوی.
• د ارزګان د روغتیایی کارکوونکو وضعیت
ډاکټر مطیع الله د ارزګان په ولایتی روغتون کې له تېرو ۵ کلونو راهیسې کار کوی.
دی وایی، په روغتون کې د درملو د کمښت، د پاکو اوبو د نشتون، د کار کوونکو لپاره د چاپیرال نه موجودیت او د معاشونو په ځنډ سره ورکولو او کمښت له امله یې کاری اعتصاب کړی.
مطیع الله وایی، له پرله‌پسې غوښتنو سره-سره لا هم د دوی غږ اړوندو ادارو نه‌دی اورېدلی:
“د یوې نېمې میاشتی دوا راغلې ده درې ورځې بس شوې ده، اوس بیا دوا له کابله را راوانه ده چې پنځو میاشتو کې به ایله ورسېږی. د دې ترڅنګ نور مسایل خو پریږدئ ان صحی اوبه هم نه‌لرو، تراوسه هېڅ‌چا زموږ پوښتنه ونه‌کړه.”
د دغه روغتون یوه بله کارکوونکې ډاکټر زهرا وایی، په میاشتو میاشتو د دوی معاشونه نه‌ورکول کېږی:
“معاشونو ته درې میاشتې انتظار باسو چې راشی. هغه بیا کله نیمایی راشی او کله هېڅ نه راځی، د ولایت له لوری یا هم مرکزی ادارې له لوری باید پلاوی ولېږل شی او پوښتنه وشی.”
زهرا دا هم وایی چې د ښځینه ډاکټروانو لپاره د کار مناسب ځای هم نشته.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116373

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *