پیک څیړنیز مرکز: د کابل ښوونځیو نیمایی زده کوونکی له تاوتریخوالی سره مخ شوی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 44495

افغانستان کې د یوه څېړنیز مرکز موندنې ښیی چې کابل کې له یو ډېر ځلې ښوونکو د ښوونځیو نیمایی زدکوونکی وهلی ټکولی دی.
د دې نظرپوښتنې له مخې، د کابل ښار د ښوونځیو له دریو یو زدکوونکی له کوم دلیل پرته د ښوونکو له فزیکی او روانی تاوتریخوالی سره مخ شوی دی.
د پېک په نوم د څېړنیزې خبریالۍ مرکز له ۶۰۰ زدکوونکو(نجونې او هلکان) سره د مخ په مخ مرکو له لارې په ۴۰ ښوونځیو کې – له عقرب تر جدی- د تاوتریخوالی کچه مطالعه کړې ده.
د دې نظرپوښتنې د پایلو له مخې، له تاوتریخوالی سره مخ لسو کې یواځې یوه زدکوونکی د ښوونځی ادارې او کورنۍ ته شکایت کړی دی.
خو پر دغه یوه شکایت هم غور نه دی شوی.
له ناکامېدلو او بیا تاوتریخوالی سره د مخ کېدلو وېره د زدکوونکو له خوا د شکایت نه کولو اصلی لامل بلل کېږی.
په نظرپوښتنه کې زیاته شوې چې له زدکوونکو سره تاوتریخوالی ۲۱ سلنه د دوی د ژوبلېدلو، ۱۶ سلنه د ښوونځی د پرېښودلو او ۱۴ سلنه هم د روانی ستونزو سبب شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44495

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *