پکتیا: زرمت ولسوالی د زده کوونکو تر منځ د نبوی سیرت علمی سیالۍ پیل شوې

  • خپرول: ۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 86548
پکتیا: زرمت ولسوالی د زده کوونکو تر منځ د نبوی سیرت علمی سیالۍ پیل شوې

له پکتیا څخه د ترلاسه شوی خبر له مخې د دغه ولایت زرمت ولسوالۍ کې د ښونځیو زده کونکو ترمینځ د نبوی سیرت علمی سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ له څو کالو راهیسې د زرمت ولسوالی د زده کوونکو د فکری، عقیدوی او اخلاقی روزنې او همدارنګه د زده کوونکو د علمی کچې د لوړوالی په موخه ترسره کېږی.

سږ کال هم د زده کوونکو لپاره د (نبوی سیرت)  تر عنوان لاندې  په دریو برخو کې د مسابقې ترتیب نیول شوی او هرې دورې لپاره ځانګړی کتاب ټاکل شوی دی.

د سیالیو په لړ کې تېره ورځ د کلالګو، کوتې خیلو، ګلدادخیلو، دولت زیو او اتفاق کلالګو د متوسطه دورې د (۳۲۱) تنه زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.

د مهال ویش له مخې به د سیالیو دا لړۍ د تلې د میاشتې تر نیمایی پورې دوام وکړی.

د جوابیه پرچو لپاره ځانګړی هیئتونه ټاکل شوی او د نتائجو له کتلو وروسته به د ټولو زده کوونکو نتائج یو ځای اعلان شی.

۲۸/۱۹/۲۰۱۸

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=86548

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *