پښتو نړیوال کنفرانس: د نصاب ژبه دې پښتو شی

  • خپرول: ۱۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 76086

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

دغه کنفرانس د پېښور پښتو اکاډیمۍ لخوا جوړ شوی وو.

د خیبر پښتونخوا په باړه ګلۍ کې د نړیوال پښتو کانفرانس درې ورځنۍ غونډه له دې پرېکړې سره پای ته رسېدلې چې د نصاب او ټکنالوژۍ ډګرونو ته د پښتو ژبې داخلولو لپاره به ګړندۍ هڅې کوی.

دا کانفرانس چې له څو کالن ځنډ وروسته ترسره شو له افغانستان، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ نه پکې پښتو لیکوالانو او شاعرانو برخه اخیستې وه.

دغه کنفرانس د پېښور پښتو اکاډیمۍ لخوا جوړ شوی وو. د پېښور پښتو اکاډیمۍ مشر ډاکټر نصرالله وزیر ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به نور کنفرانسونه ژر- ژر جوړوی.

منتظمین وایی، ګډونوالو ته له مخکې موضوعات ورکړل شوی وو، چې لیکنې یې پرې کړې وې او د کنفرانس ګډونوال په ډلو وېشل کېدل، چې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه به یې بحثونه کول.

پښتو نړیوال کنفرانس: پښتو باید د رسمی ژبې په توگه ومنله شی

د بشر نوید کالم، پښتونخوا: پښتو نړیوال کنفرانس

لیکوال او شاعر اباسین یوسفزی چې دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی و بی بی سی ته وویل، په تعلیمی نصاب، رسنیو او بازار کې د پښتو ودې لپاره وړاندیزونه وشول:

موږ خو د لیکوالو په حیث دا خپل مسوولیت بولو، چې پښتو مو د مور حیثیت لری، موږ به پښتو وایو، پښتو به لیکو او پښتو به کوو او داسې مو تل کړی هم دی، خو یو شمېر مسوولیتونه حکومتونو او سیاستوالو ته ورله غاړې دی او کنفرانس کې هغه مسایل په ګوته شول، چې په افغانستان، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې حکومتونه، سیاستوال او واکمن باید حل کړی.

د ښاغلی اباسین په وینا راتلونکو ته د اتلانو تاریخ هم په هغه صورت کې پاتې کېدای شی چې ژبه د تعلیمی نصاب برخه شی او په رسنیو او بازار کې وده وکړی.

۲۰۱۵ کال کې د بلوچستان مرکزی ښار کوټه کې په یوه ورته کنفرانس کې چې د کوټې پښتو اکاډیمۍ په نوښت جوړ شوی و، د غونډې ګډونوالو د پاکستان له مرکزی حکومته وغوښتل چې پښتو باید د رسمی ژبې په توګه ومنله شی.

د باړه ګلۍ سږنی کنفرانس په څېر د کوټې کنفرانس کې هم پښتو د ټولو پښتنو ګډه شتمنې بلل شوې وه او غوښتنه شوې وه، چې باید د ودې او پرمختګ لپاره یې ګامونه پورته شی.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د ښاغلی اباسین په وینا راتلونکو ته د اتلانو تاریخ هم په هغه صورت کې پاتې کېدای شی چې ژبه د تعلیمی نصاب برخه شی

د کوټې، کابل او باړه ګلۍ په دغسې غونډو کې معمولاً ژمنې کېږی، چې د ژبې پرمختګ لپاره به د نورو غونډو لړۍ په لنډه موده کې دوام کوی، خو دې سره هم د غونډو تر منځ په ماضی کې د کلونو ځنډ لیدل شوی دی.

د دې تر څنګ معمولاً له غونډو مخکې او وروسته د ګډون لپاره د بلنې نه ورکول کېدو او یا مشخصو لیکوالو غوښتلې ګیلې مانې هم تر ډېره وخته ازانګې کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76086

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *