پښتونخوا: صوابۍ کې د پنځو ماشومانو مور د پت په نامه وژل شوې

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 44953

پښتونخواد انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د پاکستان په ډېرو سیمو کې اوس هم ښځې د پت په نامه وژل کېږی. آرشیف تصویر

د پښتونخوا د صوابۍ پولیس وایی، په ګدون امازی سیمه کې یوه تن خپله ښځه د غیرت په نامه وژلې ده. په صوابۍ کې د پولیسو مشر سهېل خالد د بی بی سی خبریال رفعت اورکزی ته ویلی، د تاجبر خان په نامه یوه کس د بدلمنۍ په تور خپله ښځه لومړی په چړو وژلې، بیا یې سر ترې غوڅ کړی او مړی یې ټوټې ټوټې د خپل کور په غولی کې ښخ کړی دی.

د صوابۍ د پولیسو په خبره دغه پېښه څو ورځې وړاندې شوې، او دوی د وژل شوې مېرمنې د پلار په خواست رپوټ ثبت کړی. پولیسو د اوس لپاره د وژل شوې مېرمنې پلار نیولی او هڅه کوی، چې قاتل هم ژر ونیسی.

د پښتونخوا په شمول د پاکستان په ګڼو سیمو کې وخت ناوخته د پت په نامه د مېرمنو د وژلو راپورونه ورکړل کېږی.

د ښځو او بشری حقونو فعالان تر هرې پېښې وروسته کلک غبرګون ښیی، خو لاهم د پت په نامه وژنې همغسې دوام لری.

همدا څو ورځې وړاندې په قبایلی سیمه کُرمه اېجنسیېۍ کې هم یو ځوان هلک او نجلۍ په دې تور ووژل شول چې له کوره تښتېدلی وو او په خپله خوښه یې واده کړی و.

افغانستان کې د ناموس په نامه د ښځو وژنه ډېره شوې

کورمه اېجنسۍ کې هلک او نجلۍ د غیرت په نامه وژل شوی

دغه ډول پېښې که څه هم تر ډېره په انفرادی توګه کېږی، خو وخت ناوخته ان په جرګو کې لا د پت په نامه د وژنو پرېکړې کېږی.

د تېر ۲۰۱۷ میلادی کال په اګست میاشت کې د کراچۍ په یوه پښتون مېشته سیمه کې یوې جرګې همداسې پرېکړه کړې وه، چې ورسره بیا د پت په نامه تورن هلک او نجلۍ د خپلو کورنیو لخوا وژل شوی و.

شپاړس کلنه نجلۍ بخت تاجه او اتلس کلن هلک غنی رحمان د جرګې تر پرېکړې وروسته جلا جلا د خپلو کورنیو له لوری د برق په ټکانونو وژل شوی و او بیا یې د شپې په تیاره کې خاورو ته سپارلی و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44953

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *