پوځی شنونکی زلمی وردک د ناپېژنده وسله والو له خوا ووژل شو

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 76114

د امنیتی چارو یوتن شنونکی او پخوانی پوځی شخص زلمی وردک د جمعې ورځ سهار په کابل کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمی وایی د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال زلمی وردګ تېره شپه د کابل ښار د دوهمې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.
نومړی زیاته کړه، چې ښاغلی وردګ د کارته پروان په مربوطاتو کې د نا معلومو وسله والو د برید په ترڅ کې کې وژل شوی.
خو ښاغلی نصرت وایی د پیښې په اړه پلټنې پیل شوی او د عاملینو د نیولو لپاره عملیات دوام لری.
ښاغلی وردګ د نظامی چارو کارپوه په توګه دنده ترسره کوله.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په وروستیو کې د دولت ضد وسله والې ډلې د هېواد په مهمو ولایتونو او ښارونو کې یې خپلو بریدونو زور ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76114

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *