پوهنې وزارت: ټاکل شوې ۳۰ زره ښځینه ښوونکی وګمارل شی

  • خپرول: ۲۶ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 89043

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکی وایی، چې د پوهنې وزارت د پوهنې په ډګر کې د ښځو د ګډون د زیاتوالی په موخه تر ۱۴۰۰ هـ ش کال پورې ۳۰ زره قراردادی ښوونکې استخداموی.
چارواکی زیاتوی، چې ښوونې او روزنې ته له زده ګړو څخه د بې برخې نجونو لاسرسی، د نجونو د زده ګړو د پرېښودو د کچې کموالی او د ښوونکې په ټوګه د ښځو د استخدام په واسطه د ښځو اقتصادی بسیاینه، د دغه پروګرام له اصلی موخو څخه دی.
د پوهنې وزارت ویاندې، نوریې نزهت، د شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبری کنفرانس پر مهال وویل “تېر کال ۲۶۷۴ قراردادی ښوونکې او روان کال کې ۲۳۲۶ قراردادی ښوونکې استخدام شوې دی.”
نوموړې زیاته کړه، چې۳۰ زره قراردادی ښوونکې به د هیواد د ۳۴ ولایتونو په کلیوالی سیمو او هغو ځایونو کې، چې ښځینه ښوونکی ته لاسرسی محدود دی، استخدام شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89043

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *