پولیسو د مشکوک غله ترهولو کې له ماره ګټه واخیسته

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104409

مار

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

په وېډیو کې داسې یو غږ هم شته چې مشکوک کس ته ویل کېږی مار به یې په خوله کې ورکړل شی یا به یې پرتوږ کې ورننویستل شی.

د اندونیزیا پولیسو د یوه مشکوک غله ترهولو کې له ماره د ګټې اخیستو له کبله – چې د پېښې وېډیو پر انټرنېټ خپره شوه، بښنه غوښتې ده.‌

په وېډیو کې پولیس خاندی او تحقیق کوونکی د یوه سړی پر سر مار اچوی او هغه چیغې وهی.

د اندونیزیا ختیځ پاپونا سیمه کې مشکوک کس لاس تړلی دی.‌

باور کېږی چې دغه مشکوک کس ګرځنده ټیلېفونونه غلا کړی.‌

د پولیسو مشر دا نامسلکی کار بللی،‌ خو په ورته وخت کې یې د دفاع لپاره ویلی، چې مار روزل شوی او زهر یې نه لرل.‌

تونی اناندا سوادایا په یوه خبرپاڼه کې ویلی “ددې کار ترسره کوونکو پروړاندې مو جدی ګام اخیستی دی”، چې په وینا یې، پولیسو دا سړی نه دی وهلی.

  • د تشناب پر کمود ناسته ښځه مار وچیچله
  • پر مار د چونګښو سپرلۍ
  • د مار زړه، د چونګښو ښوروا او د موږک شراب؟‌

سوادایا زیاتوی،‌ پولیسو دا کار پخپله خوښه کړی چې مشکوک کس ووېروی او اعتراف وکړی.

د ویرونیکا کومان په نامه د بشری حقونو یوې فعالې د یادې وېډیو په اړه ویلی،‌ پولیسو په پاپوا کې د خپلواکۍ یو ملاتړی فعال زندان کې له مار سره اچولی دی.‌

په وېډیو کې داسې یو غږ هم شته چې مشکوک کس ته ویل کېږی مار به یې په خوله کې ورکړل شی یا به یې پرتوږ کې ورننویستل شی.

په بابوا کې د بشری حقونو د سرغړونو رپوټونه ورکول کېږی، په تېره بیا هلته له اندونیزیا خپلواکی غوښتونکی ډېر ځورول کېږی.

د اندونیزیا دغه سیمه ډېرې طبیعی زېرمې لری چې په ۱۹۶۹ کال د اندونیزیا برخه وګرځېده.

به تېره ډیسمبر میاشت کې، د پاپوا واکمن لوکاس انیمبی د خپلواکۍ غوښتونکو د ځپلو په درشل کې له پوځه غوښتی وو چې له سیمې ووځی.

پوځ هلته د “پاپوا د ازادۍ خوځښت” ډلې پوځی څانګې غړی پسې واخیستل چې د ودانیزو چارو ځینې کارکوونکی په نښتو کې ووژل شول.‌

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104409

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *