په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان ملی عواید لوړ شوی

  • خپرول: ۱۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40723

په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې ۱۶۵ میلیارد افغانۍ عواید درلودل، خو د مالیې وزارت چارواکی وایی، په ۲۰۱۷ کال کې د عوایدو دغه کچه نږدې ۱۷۰ میلیارد افغانیو ته لوړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی، چې د دوشنبې په ورځ یې یوې خبری غونډې ته وینا کوله، ۲۰۱۷ کال د عوایدو د راټولولو، سوداګرۍ او اقتصادی ودې په برخو کې د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وباله.
هغه وویل “موږ په دې وتوانیدو چې په ۲۰۱۷ کال کې یا په ۱۳۹۶ مالی کال کې د ملی عوایدو ګراف نږدې ۱۷۰ میلیاردو ته ورسوو، چې دا تر ټولو مهمه مسله ده”.
د مالیې وزارت د چارواکو پر وینا د دغو عوایدو لویه برخه د مالیې راټولول جوړوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40723

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *